مهم خبرونه

Post Top Ad

Your Ad Spot

Sunday, August 9, 2020

د جرګې پر ورځ تاوتریخوالی؛ کابل، کندهار او غزني کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې


 په داسې حال کې چې په کابل کې د سولې مشورتي لویې جرګې د یکشنبې پر ورځ افغان حکومت ته د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو سپارښتنه وکړه، ورسره هممهاله د افغانستان ځینو برخو کې د حکومت مخالفینو بریدونو کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د کندهار ارغسان ولسوالۍ کې په دوو جلا چاودنو کې لږ تر لږه لس ولسي کسان وژل شوي دي.

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، دغه چاودنې یکشنبه د ارغسان ولسوالۍ په برج او شنه نړۍ سیمو کې شوې دي.

د ښاغلي بارکزي په وینا، یاد ماینونه د حکومت مخالفو وسلوالو لخوا اېښودل شوي وو او وژل شوي کسان ټول ولسي وګړي دي.

وسلوالو طالبانو له یوې میاشتې راهیسې د ارغسان او کندهار ترمنځ لاره بنده کړې ده. د ولسي خلکو په خبره طالبانو د دې لارې په اوږدو کې سلګونه ماینونه ځای پر ځای کړي دي.

خو پخپله طالب وسلوالو د دغو چاودنو په اړه څه نه دي ویلي او په تېر کې یې د ولسي تګ راتګ پر لارو د ماینونو اېښودلو تورونه رد کړي دي.

بل لورته په پلازمېنه کابل کې چارواکي وايي، یکشنبه ماسپښین د ښار د پنځمې ناحيې په کمپنۍ سیمه کې په یوه کراچۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او پنځه امنيتي کسان ټپيان شوي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي، ماین د ساحې د بندولو او تخلیې پر مهال چاودېدلی چې د یوې ملکي ښځې او یوه نارینه د وژل کېدو او پنځو امنيتي کسانو د ټپي کېدو لامل شوی.

په غزني کې بیا د شنبې او یکشنبې ترمنځ شپه پر یوه امنيتي مرکز موټربم چاودنې او وسلوال برید لږ تر لږه ۷ کسان وژلي او شپاړس نور يې ټپيان کړي.

ځايي چارواکي وايي، د غزني ښار ته څېرمه د عامه ساتنې پر کنډک لومړی موټر بم چاودنه شوې او وروسته وسلوال ورننوتلي او څو ساعته جګړه هم شوې.

له ۲۴ ساعتونو وروسته هم دبرید پړه چا په غاړه نه ده اخیستي.

بله خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، د اسلامي دولت په نامه د وسله والې ډلې هغه ۱۱ مشکوک کسان يې نیولي چې پر لویه جرګه يې د بريد تابیا کړې وه.

د افغانستان لوی درستیز جنرال یاسين ضیا د لویې جرګې له پای ته رسېدو وورسته وویل، د افغانستان ملي امنیت د داعش پر دغو مشکوکو کسانو سربېره د طالبانو اړوند څو کسان هم په بېلابېلو عملیاتو کې نیولي دي.

ښاغلي ضیا زیاته کړه چې یوه اندازه هغه وسلې او مهمات یې هم په پلازمينه کې له بېلابېلو ځایونو نیولي چې دوی فکر کوي پر لویه جرګه توغولو ته چمتو شوي وو.

هغه زیاته کړې چې د جرګې په جریان کې يې یو لړ داسې تحرکات هم شنډ کړي چې په دغو ورځو کې یې د پلازمينې کابل د امنیت ګډوډولو نیت درلود.

دا بریدونه په داسې مهال کېږي چې کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو په خپل پرېکړه لیک کې له طالبانو غوښتي چې سملاسي دې تاوتریخوالی کم او حکومت سره خبرو ته کېني.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي، دوی وار د مخه تاوتریخوالی کم کړی، او که یې پاتې ۴۰۰ بندیان خوشي شي نو یوه اوونۍ کې به بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

No comments:

Post a Comment

Post Top Ad

Your Ad Spot

???????