مهم خبرونه

Post Top Ad

Your Ad Spot

Sunday, August 9, 2020

د لايق هنري تصوير او شعري ځانګړتیاوې

 

لایق پېژندنه

غلام مجدد سيلمان لايق، سږکال ۹۰ کلن شو. هر هغه چا چې په ژوند کې یې يو ځل هم سيلمان لايق ليدلى وي، هغه هېرولى نه شي.

لايق لا په تنکۍ ځوانۍ کې، د يوه ټولنيز تکل، د يوې ډله ييزې تگ لارې، د يوه ژغورنيز غورځنګ او د يو ګډ ارمان، هيلې لرلې. هغه په شعر کې هم هڅه کوله، دغه تکل او لارې ته نور هم راوبولي:

ملګرو ته

نه وځي له خولې نه مې بې ساهه ترانه

شرم د ساقي دی بې شرابو پيمانه

زه په دې تيارې کې يوې رڼا ته منتظر وم

اوس به ياران وګوري مستي د ديوانه

لار د يار د وصل په ګلانو پټه نه ده

اخلي په اغزو کې ازموينه زمانه

سليمان لايق، په شلمه پېړۍ کې بېشکه په پښتو ادب، په پښتني تخليق په تېره بيا په شعر کې يو له غورو نه، غوره شاعر دى.

هغه د پښتني شعر اندېښنه، هغه د پښتني شعر تګ لورى، هغه د پښتني شعر خيال، هغه په خپله پښتني شعر بدل کړي دي. هغه په هر څه کې، په هر غږ کې او هره ادا کې شعر ويني. په لايق کې شعر را خوټېږي او په هغه کې شعر ايښی:

آواز

هر آواز د خپل وطن چې را په غوږ شي

زما ذهن را سپړي نوى ګلونه

د هر ګل له ياغى رګه را خوټېږي

دا جنګي او معطر زما شعرونه

ساحل، ١٨٨ مخ

لايق، په خپل ويده کلي کې، په خپل ويده ښار کې او په خپل ويده هېواد کې، ويښ پيدا شوى دى. نو ځکه هغه په خپلو خلکو کې هيڅ چا ته ورته نه دى. هغه په وچ او بې حاصله غره کې د آتشفشان په څېر دى.

خداي بښلي عبدالروف بېنوا د خپل نامتو کتاب (اوسني ليکوال) د ليکلو په وخت کې (١٣٤٠ هـ ش) له لايق نه غوښتي و چې د ځان په هکله ورته وليکي. ښاغلي لايق هغه وخت ليکلي و:

''زما ژوند د يوه عادي پښتانه ژوند دى چې ماضي يې له لوږې- محروميو او دردونو څخه ډکه ده او حال يې په زړو ميزو او څوکيو کې د نورو د خوشالولو او راضي ساتلو په کار کې تېرېږي. کله کله مې چاپيريال وتخنوي، زه دغه وخت قلم را واخلم او يو څو کرښې د خپل ولس د اوښتونکي تقدير په کتاب کې وليکم. زه هغه بزګر ته ورته يم چې په وچه ځمکه کې د باران په هيله دانې کري او دا ډاډ ورسره نه وي چې د آسمان اوبه به د ده کروندې ته ورسېږى او کنه؟

هغه وحشي ګلان چې کله ناکله په دې کرونده کې ګوتو ته راشي پخوا تر دې چې د چا پيکي يا ګرطوان ته يې ورسوم، را څخه وچ او مړاوي شي. زه د تيارې او رڼا ناقص ترکيب يم، يانې سپېدو ته ورته يم چې جمال پرست نظر ته ښکلې ښکاري، مګر په حقيقت کې د شپې او ورځې يوه ناقصه پوله او متغيير ترکيب باله شي. زما خصوصيت دا دى چې له تيارې نه د رڼا په خوا ځم، خو کله چې لمر را وخېژي زه به نه یم. زه له ځمکې څخه چاپېر را ګرځم او د هغې د ګرځېدو موزيک اورم، زه د دې موزيک لپاره موزونې ترانې ليکم، مګر د زمانې زاړه قابضان چې د مرګ پولې ته نږدې شوي دي، زما له ترانو سره ضديت ښيي او هڅه کوي چې د دې نغمو او مستقبل تر منځ خنډ شي، خو زه تل د سپېدو په څېر د لمر د راختو ترانې تکراروم. ''

لايق، په هرڅه کې د شعر مضمون ويني. هغه له هرڅه نه د شعر مضمون را اخيستى دى. کېداى شې ووايو هغه د ګوتو په شمار کې هم نه راځي، هغه يو او نه تکرارېدونکى دى.

هغه د خپلې ژبې په ويده ادب کې، هغه د استاد سعدالدين شپون په وينا د خپلو خلکو په ناروغ شعر کې، هغه په پښتو شاعرۍ کې، هغه د پنځو ستورو له خوا په پيل شوى نوښت کې، نوښت شو.

د هغه په شعر کې د خلکو، د ولس او د هغه د خپلې ژبې فرهنګ نغښتل شوى دى. د لايق شعر د پښتو د اوسنى، يا ننني شعر روح او ځان دى.

زړه مې پرېښوده فرياد ته، بې فرياده زړه به څه کم؟

سرنوشت د عاشقانو، همدا سوې غلغلې دى

چونغر، ٢٤مخ

هغه په دې ياغيتوب کې د پښتو ژبې د شعر د ابدي ماڼۍ جوړولو ته څه کوډګر توري، څه نوي خلق کړي توري، څه افسانوي ترکيبونه او ښکلاييز ايډيالونه وو چې جوړ یې نه کړل.

په هغو کې يې څه ښکلاوې، څه اداوې او څه نوي فکرونه چې و نه نغښتل او د شعر په جامه کې يې انځور نه کړل.

هغه چې تل، د کوم تکل لرونکى برېښي داسې خوږ ژبى دى چې زياتره وخت د هغه نه پخلا کېدونکي سيالان هم د هغه سندريزو او کوډګرو خبرو ته ګوته په غاښ وي.

خو هغو کسانو چې لايق په سياست او د سياست په لوبو کې ليدلى دى، هغوى زياتره په دې باور دى چې هغه يو بې سارى وياند، نه ماتېدونکى سيال، له ارمانونو ډک مبارز، تر پايه خپلو تکلونو ته وفادار او په دې خوشباورۍ کې کله کله د خپلو نږدې ملګرو او سيا لانو له خوا دوکه شوى شاعر پاتې شوى دى.

د افغانستان نامتو ليکوال دوکتور اکرم عثمان د لايق د دغه صداقت او په سياست او تخليق کې د دغه رښتينتوب د کارونې په اړه ليکى:

''زه دقیقاً نه پوهېږم چې لایق تر کومه حده شاعر دی، خو دقیقاً پوهېږم چې هغه تر کومه بریده انسان دی او په کومه اندازه د ویاړلو انساني کمالاتو او خصلتونو پاک زړی عاشق او پرې مین دی. د پاکو لاسونو لپاره یې د خیر او ښېګړې هیله کوم چې له ټول لاسرسي سره سره هماغسې تش لاس د پېښو په دې سره غرمه کې پر تیارو د رڼا او پر باطل د حق غلبې لپاره هیله من او باوري واوسي او مخکې له مخکې د نګه او رښتیني انسانیت او د روزګار له خیرو او خچو پاک، شفاف او مطهر شي. ''

لايق په خپلو خوږو، خوږو خبرو سره، چې کله يې د ټوکو، کله د متلونو، کله د شعر او يا هم کله يې د کومې افسانې په مالګه، مالګينه وي، په ډېر مهارت زياتره وختونه خپل مخالفين هم ماتوي او ځان ته يې را اړوي.

استاد واصف باختری چې په ١٩٩٣ کال کې د افغانستان د شعر په اړه له څو نامتو افغانى اديبانو سره خبرې کولې، په معاصر افغاني ادبى بهير کې د لايق او د هغه د شعر دريځ داسې ټاکلى دي:

''خو له هغو کسانو نه چې د تاریخ په یوه ځانګړي پړاو کې ټولنه کې د تجدد مخکښان وپېژندل شول، له ټولو سیاسي اړیکو پرته چې تاسې ته معلومه ده، چې له دوی نه له یوه سره هم هېڅ ډول سیاسي تعلق نه لرم او نه مې درلود او برعکس سیاسي او فکري تعارض خورا ډېر و، سلیمان لایق او بارق شفیعي وو. ''

د پاکستان پياوړي څېړونکي خبريال او ليکوال، احمد رشيد، له سليمان لايق سره تر يوې کتنې وروسته ليکلي دي :

''د ده (لايق)، دغه ژبنی مهارت د دې سبب شوى دى چې کله کله د هغه خورا ډېر نږدې ياران او ملگري له هغه سره، سر سخته او له تربګنۍ ډکه رخه ولري. ''

لايق په افغانستان کې د نوي سياست د لوګي او لمبو نه په ډک اور کې په وار وار سره سوځېدلى دى او داسې پوخ شوى دى چې کولاى شي، د هغو کوډو تعبير وکړي چې په دې اور کې په ده شوې دي.

د ده، د همدې سياسى ژوند لامل دى چې هغه ډېر وختونه د غندنې او رخو په تناره کې را ايسار شوى دى.

ښکلا، عاطفه، ژوره انديښنه، عقلاني خوځون، د تيارو په وړاندې درېدنه، سر بايلونکي پاڅونونه، ويښتيا، ليونۍ او مسته مينه او منطقي تفکر د لايق د شعر ځينې نه هېريدونکي مضامين جوړوي.

د لايق په شعر کې داسې شعرونه چې په هغو کې خلک، وطن، آزادي، انسان، د ده د وطن طبيعت، غرونه، رغونه، د ده ويده همژبي او د ده دوکه مار ملگري نه وي راغلي، خورا لږ دي. د ساري په توگه خپلو هملارو ته وايي:

دا زما تقدير

دا زما تقدير يې ولې هسې تريخ کړ

زه د ګل مينه پې کمه، دى اغزى شي

سم سړى وې، خو چې زړه ورته نږدې کم

زما پلې را پرېکوي، روغ ليونى شي

د سليمان لايق د شعر په لوستلو سره، د دغې ژبې په پانګمن قوت خبرتيا او ښکلايېز توان خبرېدل، هر لوستونکى دې ته هڅوى چې په پښتو اوسنى شعر کې، هغه د دغې ژبې د ښکلايېز اړخ د پالنې سر لارى وګڼي.

د ده په همزولو او همپېرو شاعرانو کې د هيڅ چا شعر، دومره له نازکو خيالونو او نه تکرارېدونکو تصويرونو نه، ډک نه دى.

د لايق د شعر د لومړيو کرښو، د هغه د لومړيو مصرعو او د لومړيو خيالونو په لوستلو سره لوستونکى پوهېږى، نه، نه، دا احساسوي چې، له احساس سره مخامخ دى. احساس څه چې له کوم درد، درد څه چې له کوم پيغام، پيغام څه چې له کوم تعهد او پور، پور څه چې د پور د پرېکولو سره مخامخ دى..

لايق، په پښتو شعر کې د نوښت لرونکي تصوير د ښودلو، سندريز سندريزوالي، د ژور اند د را منځ ته کولو او د بې ساري شعري بڼو د پيدايښت نوښتگر دی.

د دې ټولو تر څنگ هغه په معاصر شعر کې د نويو ترکيبونو، ښکلايېزو څپو او نوي جوړښت د را منځته کېدو او د دې ټولو تر منځ د انډول د را پيدا کولو هڅه کړې او دا هڅه يې ځاى ته رسولی ده:

د لايق، په شعر کې، توري او کلمات يوازې د مفاهيمو د ادا کولو، د تصويرونو د جوړولو، د صنعتونو د را منځته کېدو يا د مصرعو د جوړولو دنده نه لري. دلته توري، کلمات او ترکيبونه ناڅي، هنري نڅا او پښتني اتڼ کوي.

کله کله خو دا خوځېدا، په يونيم ځاى کې، په کوم ترکيب او يا مصرعه کې، په پښتني اتڼ کې د کوم ځوان، ځوان چپه کاکل ته ورته کېږى. نه، نه!.. نه چپه کاکل ته، نه، په اتڼ کې د لويدونکو څڼو د چپه کاکلو شغههارته. هغه شغههار چې په زار زار سره عالمونه خبروى.

د ده ځينى سوچه شعرونه، د همدې څڼو له سپېڅلې بې باکۍ سره مل کېږي.

''وزن چې دشعر بنسټ جوړوي او د وينا په بېلا بېلو برخو کې هنري ځانګړی انډول رامنځ ته کوي. '' د لايق د شعر په هکله دلته ډېره په ځاي خبره ده.

د لایق د ژوند، د هغه د شاعرۍ، د هغه ارمان ته د نه رسېدلې سیاسي لارې، نوښتونو، او نورو ځانګړتیاوو ته په پام سره، ویلای شو، موږ د هغه پېژندنه او دده د هنر تفسیر په یوه دوه، یا لسګونو مقالو کې کولای نه شو.

زما وړاندیز دادی، چې د هغه د پوره لوستلو او پوهېدو له پاره، د پوهنتونونو او اکاډیمیو په درسي نصاب کې د - لایق پېژندنې ـ مضمون ته غوره ځای ورکړل شي.

دغه راز هیله لرم، که د افغانستان د علومو اکاډیمي، دده په نامه شي، موږ به یې حق پر ځای کړي وي. البته لایق خپله ددغې اکاډیمۍ د بنسټ اېښدونکو له ډلې نه یو بنسټ اېښودونکی و.

No comments:

Post a Comment

Post Top Ad

Your Ad Spot

???????