مهم خبرونه

Post Top Ad

Your Ad Spot

Sunday, August 9, 2020

د هیواد نامتو او مبارز شاعر سیلمان لایق ومړلیکوال شاعر او سیاستوال سلیمان لایق ومړ

 

د افغانستان علومو اکاډیمۍ علمي مشاور، شاعر، لیکوال او سیاستوال اکاډیمسین سلیمان لایق د ۹۰ کالو په عمر په جرمني کې ومړ.

د ښاغلي لایق زوی غرزي لایق بي بي سي ته وویل چې پلار یې د هغو ټپونو له کبله چې د ۲۰۱۹ کال سپتمبر کې یې په کابل کې د یوې چاودنې له کبله اخیستي وو، ساه ورکړه.

سلیمان لایق له ټپي کېدو وروسته په لومړي سر کې هند ته او بیا جرمني ته د درملنې لپاره لاړ او له تېرو لسو ورځو راهیسې په روغتون کې بستري و.

افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي لایق پر مړینه خپګان څرګند کړی دی او د هغه له کورنۍ سره یې غمشریکي کړې ده.

ګڼو نورو افغان چارواکو، لیکوالانو، سیاستوالو او عامو خلکو هم پر خواله رسنیو د سلیمان لایق پر مړینه ویر کړی او د هغه لاسته راوړنې یې یادې کړې دي.

ښاغلی لایق د ۱۳۰۹ هجري شمسي کال د تلې يا ميزان پر ۲۱ مه چې د ۱۹۳۰ کال د اکتوبر له ۱۳ سره سمون خوري، د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د عبدالغني کره زېږېدلی و او په لومړي سر کې پرې د غلام مجدد نوم اېښودل شوی و.

نوموړي لومړنۍ زده کړې د پغمان په مدرسه شرعیه، حبیبیه لیسه کې او بیا یې لوړې زده کړې د کابل پوهنتون له شرعیاتو او ادبیاتو پوهنځیو ترلاسه کړې.

د ۱۳۳۰ مو کلونو اوږدو کې د افغانستان له کیڼ اړخه سیاسي بهیر سره له یو ځای کېدو وروسته ښاغلی لایق د خلق دیموکراتیک ګوند له موسسو غړو یو و، د ۱۳۴۲ کال د جدي یا مرغومي پر ۱۱ مه د ګوند تاسیس په ګنګره کې هم شامل و، خو د مرکزي کمېټې غړی نه و.

ښاغلي لایق د ۱۳۴۴ او ۱۳۴۸ کلونو په پارلماني ټاکنو کې هم کاندید و، خو بریالی نه شو.

واک ته د دغه ګوند له رسېدو وروسته یې د قومونو او قبایلو وزارت، علومو اکاډیمۍ ریاست په ګډون یو شمېر دندې تر سره کړې.

خو په دا وروستیو کلونو کې یې په عملي سیاست کې برخه نه درلوده.

ښاغلي لایق په ۱۳۴۵ کال کې د خلق جریدې له بندیدو وروسته د پرچم په نامه جریده خپره کړه، چې د دغه ګوند نشراتي ارګان بلل کېده.

ښاغلي لایق په ۱۳۹۱ کال کې د بي بي سي له مینه بکتاش سره یوه مرکه کې وویل:

'' پر (مردي از کوهستان) نومي ناول کار کوم، چې په ۱۳۵۹ کال کې مې پیل کړ او ټول عمر به پرې کار وکړم، زه غواړم د انقلاب او د هغه اړوند پېښې له خپله نظره په دې رومان کې وړاندې کړم، دا ډېر مهم کار دی او غواړم پای ته ورسېږي او خلک یې ولولي. دا د یوې اتلولۍ کیسه ده او اتل یې هم زموږ (د خلق دیموکراتیک ګوند غړو) په اصطلاح انقلاب ضد یانې له مجاهدینو یو دی. ''

سلیمان لایق چونغر، سندرې په سویو واټونو کې، کېږدۍ، یادونه او درمندونه، کیسې او افسانې، د اباسین سپېدې، شپېلۍ، سپرغۍ او ګڼ نور پښتو او دري شعري او نثري اثارپرې ایښي.

No comments:

Post a Comment

Post Top Ad

Your Ad Spot

???????