مهم خبرونه

Post Top Ad

Your Ad Spot

Sunday, August 9, 2020

خلیلزاد: افغانستان څلوېښت کاله پس د سولې طلایي فرصت موندلی

 

امریکا د افغان سولې لپاره د خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له قوله کابل کې د لویې جرګې او افغان ولسمشر له خوا د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی.

خلیلزاد ویلي، له ۴۰ کلنې جګړې وروسته اوس د سولې لپاره یو تاریخي فرصت ممکن شوی چې ټول افغانان ګټه ترې واخلي او د سیمې ټیکاو او د نړۍ امنیت کې ونډه واخلي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي، د سولې مشورتي جرګې او افغان ولسمشر د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه یو زړور ګام واخیست.‌

دی وايي، موږ هیله لرو چې په راتلونکو څو ورځ، کې به د بندیانو د خوشي کولو بهیر بشپړ شي او بیا به د افغانستان د اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټیم دوحې ته ولاړ او له هغه ځایه به سم‌لاسي بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

زلمي خلیلزاد دا هم ویلي چې دواړه غاړې به د افغان جګړې پای ته رسېدو لپاره د سیاسي لارنقشې او تلپاتې او سرتاسري اوربند په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

د خلیلزاد په وینا، امریکا په تېرو ۱۹ کلونو کې د افغانستان ملاتړ وکړ او اوس د دې وخت راغلی چې د سولې ملاتړ وکړ او په دې کې له افغانانو سره ولاړ دي. او امریکا د یوه موټي او دیموکراتیک افغانستان ملاتړ کوي چې په وینا یې، "نن نن سولې ته یو ګام نور نژدې شوي یو."

د سولې مشورتي جرګې له دې پرېکړې سره سم هم‌مهاله وسله والو طالبانو بي بي سي پښتو تلوېزیون ته ویلي، که دا زندانیان خوشي شي، نو دوی به یوه اونۍ کې افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

مشورتې لویې جرګې چې مشري یې د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کوله د ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کولو په اړه په خپل ۲۵ ماده ییز پریکړه کې ویلي چې د سولې خبرو د پیل په وړاندې د خنډونو د لېرې کولو، د وينې تویېدو د مخنیوې او د عام مصلحت په خاطر "د طالبانو ۴۰۰ بنديانو د خوشي کیدو نظر تائیدوي".

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل چې که دا ۴۰۰ زندانیان خوشې شي نو دوی په یوه اوونۍ کې مخامخ خبرو ته چمتو دي.

غبرګونونه

په کور د ننه د سولې لپاره د ښه نیت په پار د پاتې طالب بندیانو د خوشي کولو په تایید د مشورتي لویې جرګې او د ولسمشر د تایید ملاتړ وشو.

کابل کې د برتانیا سفارت پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې دوی د سولې لپاره د افغان حکومت د هڅو هرکلی او د زړورتیا ستاینه کوي.

د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکس پوتزل افغان دولت او خلکو ته د مشورتې لویې جرګې د بریا مبارکې ورکړې ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي او په افغانستان کې پخواني سفیر محمد صادق خان پر ټویټر یوه بیان کې ویلي چې هېواد یې د مشورتي لویې جرګې له خوا ولسمشر محمد اشرف غني ته ۵۰۰۰ کسیز نوملړه د پاتې طالب زندانیانو د خوشې کولو د سپارښتنې هرکلی کوي.

طالب ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته ویلي، که پاتې بندیان یې خوشي شي یوه اوونۍ کې خبرې پیلوي

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بي بي سي ته وویل چې که دا ۴۰۰ زندانیان خوشې شي نو دوی په یوه اوونۍ کې مخامخ خبرو ته چمتو دي.

مخکني ولسمشر حامد کرزي هم د دې جرګې د سپارښتنو هرکلی کړی دی. ښاغلي کرزي د جرګې پر وروستۍ ورځ ولسمشر غني ته په خطاب کې وویل چې د دې نیک اقدام یې ډېر قدر کوي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو خوشي کول ترخه پرېکړه، خو لویې جرګې سره یې د خپلې ژمنې پر ځای کولو لپاره کوي.

No comments:

Post a Comment

Post Top Ad

Your Ad Spot

???????