د طالبانو مشر ملا هئبت الله د کوچني اختر د رارسېدو له امله د مبارکۍ پیغام کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته به هېواد کې یو سوچه اسلامي او له انحصار طلبۍ پرته نظام جوړ شي.
هغه په خپل پیغام کې هغو جهتونو او اشخاصو ته چې د امریکا تر وته وروسته افغانستان کې د راتلونکې حکومت په اړه اندېښنه لري ویلي:
“هغه جهتونه او اشخاص چې د اشغال له خاتمې وروسته د راتلونکي نظام په اړه اندېښنې لري، اسلامي امارت یو ځل بیا ټولو ته ډاډ ورکوي چې انحصار طلبه پالیسي نه لري، د هرچا که هغه نارینه وي او که ښځینه حق حقوق به ورسته رسېږي”
ملا هئبت الله د دوی او امریکا ترمنځ شوې هوکړه تاریخي پرېکړه ګڼي چې په وینا یې عملي کول یې افغانستان د سولې څښتن کوي.
نوموړي له امریکا غوښتي چې شوې هوکړې ته ژمن پاتې شي، او چا ته اجازه ورنکړي چې پر وړاندې یې خنډ او ځند رامنځته کړي.
د طالبانو مشر د افغان حکومت تر ولکې لاندې زندانونو کې د خپلو بندیانو د ناسم وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له بشري بنسټونو یې غوښتي چې د بندیانو د خلاصون لپاره لازم ګامونه پورته کړي.
ملا هئبت الله جګړه کې ملکي وګړو د تلفاتو په اړه تر ډېره پره پر افغان حکومت اچولې او ویلي چې په مکرر ډول ملکي خلک او کورنه تر بمبارونو او بریدونو لاندې نیول شوي دي.
طالبانو د ملکي تلفاتو په اړه په داسې حال کې دا ادعا کړي، چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما ملکي خلکو ته د تلفاتو د اوښتو اصلي لامل طالبان او بیا حکومت بولي.
No comments:
Post a Comment