ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني او مرستیالانو یې ارګ کې د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانکړې استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل.
خلیلزاد تېره ورځ ( چهارشنبه غويي ۳۱ ) له قطر څخه کابل ته راغی او دلته یې له ولسمشر غني سربېره د مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم وکتل.
ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ولسمشر غني او د هغه مرستیالانو سرور دانش او امرالله صالح له خلیلزاد سره د سولې پروسې د راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې، او تر بین الافغاني خبرو مخکې یې د اوربند او یا د تاوتریخوالي د په کموالي ټینګار وکړ.
خلیزاد ولسمشر غني ویلي چې تر بین الافغاني خبرو مخکې د اوربند په اړه به طالبانو سره خبرې وکړي.
کتنه کې د داوړو لوریو د بندیانو د خلاصون په اړه هم خبرې شوې، تر څو د یو واضع او معقول ميکارنېزم له لارې چې دواړو خواوو ته د منلو وړ وي دا چارې بیا پیل شي.
په همدې حال کې ښاغلي خلیلزاد د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي دي.
عبدالله عبدالله وايي، خلیلزاد خوښې ښودلې چې د دې او ولسمشر غني ترمنځ جوړجاړی شوی دی، هغه همداراز ویلي چې له خلیلزاد سره یې د بین الافغاني مذاکراتو په اړه خبرې کړي دي.
No comments:
Post a Comment