مهم خبرونه

Post Top Ad

Your Ad Spot

Monday, May 18, 2020

ملي امنیت: طالبان داعش ډلې سره اړیکې لري؛ طالبان: د داعش ډله موږ له منځه وړې


د ملي امنیت رئیس احمد ضیا سراج وایي، طالبان او حقاني شبکه افغانستان کې د داعش ډلې ملاتړ کوي
د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، داسې اسناد او شواهد لري چې ښیي په دې هېواد کې د داعش ډلې پاتې جنګیالي له طالبانو او حقاني شبکې سره یو ځای او په همغږۍ فعالیت کوي.‌

د ملي امنیت رئیس احمد ضیاء سراج نن کابل کې په یوه خبرې غونډه کې وویل، داسې بشپړ اسناد لري چې ښيي، لږ تر لږ د داعش هغه څانګه چې کابل کې فعالیت کوي او وروستي بریدونه یې ترسره کړي، له حقاني شبکې سره اړیکي‌ لري.

ښاغلي سراج همدا راز ادعا وکړه، داسې اسناد لري چې ښيي داعش ډله له طالبانو سره مخامخ اړیکې لري.

د نوموړي په وینا دوه اونۍ مخکې د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو په پایله کې د داعش ډلې د یوه وژل شوي غړي د ګوتې نښې ښيي، چې هغه مخکې د طالبانو اړوند حقاني شبکې غړي و.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښاغلي سراج ادعا ردوي او دا د حکومت تبلیغاتي جګړه بولي. د ښاغلي مجاهد په وینا، دوی خپله د داعش ريښې په افغانستان کې ور وچې کړې دي.

د داعش ډلې په اړه د افغان چارواکو دریځ:
غني
ARG
ولسمشر غني تېر کال ویلي وو چې افغانستان کې یې د داعش ډلې ملا ور ماته کړې ده
په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون او فعالیت څرنګوالی په اړه د چارواکو له خوا بیلا بېلې او په ځینو مورادو کې متضادې څرګندونې کېږي.

د ۲۰۱۹ میلادي کال په نومبر کې په ننګرهار کې د داعش لسګونه غړي حکومت ته تسلم شول او څو ورځې وروسته ولسمشرمحمد اشرف غني په همدې ولایت کې اعلان وکړ چې د داعش ډلې ملا یې ور ماته کړه.

خو داعش ډله لاهم فعاله پاتې شوه او له هغه راهیسې یې په کابل او نورو ځایو کې ځینې خونړي بریدونه تر سره کړل.

اوس د افغانستان د استخباراتو ادارې مشر وايي په ورستیو کې د داعش ډلې د یو شمېر جګپوړو مشرانو له نیول کېدو وروسته دغې ډلې د سوق او ادارې مرکزونه له منځه تللي دي.

په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو خبرې په داسې حال کې کېږي، چې په همدې روانه اونۍ کې په کابل پر روغتون او په ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو خونړي بریدونه وشول، چې د وروستي هغه پړه یې داعش پر غاړه واخیسته.

طالبانو په دغه بریدونو کې لاس لرل رد کړي او هغه یې غندلي دي، خو حکومت یې پړه پر طالبانو ور اچوي.

اندرابي
GMIC
د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وایي، طالبانو خپل بریدونه ډېر کړي او ولسي خلک یې وژلي
په عین حال کې د افغانستان کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي، طالبانو له امریکا سره د سولې تړون تر لاسلیک کېدو راهیسې په افغان ځواکونو ۳۸۰۰ بریدونه کړي دي، خو د ډېرو مسؤلیت یې نه دی منلی.

ښاغلی اندرابي وايي، په دغو بریدونو کې ۴۲۰ ملکیان وژل شوي او ۹۰۶ ټپیان شوي دي.

خو طالبان وايي، دوی یوازي نظامي اهداف په نښه کوي او په هیڅ ځای کې یې په ملکي خلکو قصدا برید نه دی کړی او نه هم د هغوی په حملو کې ملکي خلکو ته کوم لوی زیان اوښتی.

د طالبانو له لوري د بریدونو د زیاتېدو خبره داسې مهال کېږي، چې څو ورځې مخکې ولسمشرمحمداشرف غني افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د فعال دفاعي حالت پر ځای یرغلیز حالت ته واوړي.

No comments:

Post a Comment

Post Top Ad

Your Ad Spot

???????