د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د کوچني اختر پر درېیمه ورځ (مې ۲۶مه) د سولې هڅو د بریا، د اوربند د دوام او د مخامخ خبرو د چټک پیل لپاره به نژدې ۹۰۰ نور طالب بندیان خوشي شي.
په امنیت شورا کې د سولې او ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي چارو مشر انتظار خادم ویلي، دا طالب بندیان به د ولسمشر محمد اشرف غني له حکم سره سم خوشي شي.
نوموړي مخکې بي بي سي ته ویلي وو، د بندیانو د خوشي کولو بهیر به راتلونکو ورځو کې هم روان وي.
بل لور ته افغان حکومت د تېرې دوشنبې په ورځ (مې ۲۵مه) د وسلوالو طالبانو سل بندیان له بګرام زندان خوشي کړل.
د بندیانو دا خوشي کول د امریکا او طالبانو د سولې تړون برخه ده او دې دواړو لورو د افغان حکومت د ورورستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی.
ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ د اختر لمانځه وروسته وینا کې وویل، د طالب بندیانو د خوشي کولو لړۍ به چټکه کړي.
نوموړي له طالبانو هم وغوښتل چې د حکومت بندیان خوشي کړي.
افغان ولسمشر وړم ماښام بیا وویل، د ښه نیت لپاره دوه زره طالب بندیان خوشي کوي.
د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي وایي، حکومت دا ګام د طالبانو له خوا د اوربند د اعلان په ځواب کې پورته کوي.
د سلو طالب بندیانو د خوشي کېدو په غبرګون کې قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر لیکلي د بندیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی و، چې په وینا یې، د دوحې په تړون کې د پنځه زره طالب بندیانو خوشي کولو شرط د باور فضا رامنځته کولو لپاره و.
نوموړي ټینګار کړی چې دا بهیر باید ژر بشپړ شي او د بین الافغاني مذاکراتو پر وړاندې پراته خنډونه لېرې شي.
طالبانو د کوچني اختر په شپه درې ورځې اوربند اعلان کړ او په غبرګون کې ولسمشر غني هم خپلو ځواکونو لارښوونه وکړه چې پر طالبانو دې بریدونه نه کوي.
د ښکېلو لورو دا ګام د امریکا، ناټو، ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو له هرکلي سره مخ شو.
No comments:
Post a Comment