مهم خبرونه

Post Top Ad

Your Ad Spot

Tuesday, May 19, 2020

افغان حکومت ومنله چې عبدلله ته یې کابینه کې ۵۰ سلنه واک ورکړی دی


په فرهنګي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار شاه حسین مرتضوي منلې چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ کابینه پنځوس – پنځوس وېشل شوې ده.

ملي راډیو ټلویزون د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د جوړجاړي هوکړه خپره کړې، چې په فرهنګي چارو کې د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي هم تاييد کړي ده.

هوکړه کې د ملي مصالحې  عالي شورا مشري عبدالله عبدالله ته ورکړل شوې، چې د سولې پروسې ټولې اړوند چارې به هم ور په غاړه وي.

هوکړه کې راغلي چې عبدالله عبدالله ته په کابینه او د والیانو په ګمارونو کې ۵۰ سلنه برخه ورکړل شوې، چې کابینه کې کلیدي وزارتونه هم شامل دي.

د دې ترڅنګ هوکړه کې راغلي چې عبدالرشید دوستم ته به د ولسمشر غني له لوري د مارشالۍ رتبه هم ورکړل شي.

ټاکل شوې دا هوکړه نن ( یکشنبه غويي ۲۸ ) کابل کې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ لاسلیک شي.

ولسمشر غني او عبدالله عبدالله  په داسې حال کې دې هوکړې ته رسېدلي، چې دواړو ښکيلو څېرو تېر د ملي یووالي حکومت یوه بده تجربه یاده کړې ده.

No comments:

Post a Comment

Post Top Ad

Your Ad Spot

???????