مهم خبرونه

Post Top Ad

Your Ad Spot

Thursday, May 14, 2020

پکتیا کې د افغان پوځ له "تاسیساتو" سره نږدې موټر بم چاودنه شوې

د افغانستان سوېل ختیځ ته د پکتیا ولایت مرکز ګردېز ښار کې د پنجشنبې په ورځ د افغان ځواکونو له تاسیساتو سره نږدې موټر بم چاودنه شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، دې برید کې ۵ ولسي وګړي وژل شوي او پنځه سرتېري او ۱۵ ملکیان ټپي شوي دي.

د پکتیا د والي دفتر وايي، برید دښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د ملي پوځ د تاسیساتو مرکز او مستوفیت ریاست تر منځ پر غځېدلي سړک شوی دی.

د دې دفتر د اعلامې له مخې دې برید کې د یوه افغان پوځي په ګډون درې ولسي وګړي وژل شوي، پنځه سرتېري او ۱۹ ولسي وګړي ټپیان دي:

"اکثریت یې له لومړنۍ طبي مرستې وروسته له روغتون څخه رخصت شوي دي".

خو د پکتیا د روغتیا مشر ولایت خان احمدزی وایي، له دې پېښې د دوو سرتېروپه ګډون د ۲۷ کسانو ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

خواله رسنیو کې هم ددې چاودنې انځورونه خپاره شوي چې د پېښې له ځای لوخړې پورته کېږي.

ځینې کسانو فیسبوک کې لیکلي چې د چاودنې له امله یې د کورونو ښیښې ماتې شوې دي.

چارواکي وايي، دغه موټر بم موخې ته له رسېدومخکې د ملي پوځ یوه سرتېري په نښه کړی او په دې سره د ډېرې مرګ ژوبلې مخه نیول شوې ده.

خو وسلوالو طالبانو چې د دې برید مسوولیت منلی وايي، ډېرو پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، دا برید لښکر طیبه او حقاني شبکې کړی دی.

نوموړی د ګردېز دا برید د هغو بریدونو لړۍ بولي چې تېره سې شنبه په کابل او ننګرهار کې وشول.

په ننګرهار کې د محلي پولیسو د قومندان په جنازه کې ځانمرګي برید سره لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ننګرهار حوزوي او نورو روغتونونو ته د دغه بريد ۳۲ جسدونه او ۱۳۳ ژوبل ور وړل شوي دي.

د دغه برید مسوولیت داعش منلی دی.

په همغه ورځ د کابل دشت برچي کې د یوه سل بستریز روغتون پر زېږنتون برید وشو چې پکې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۶ ټپیان دي.

د کابل برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی او وسلوالو طالبانو دواړه بریدونه غندلي دي.

ولسمشر غني له دې بریدونو وروسته افغان ځواکونو ته امر وکړ چې د دفاعي حالت په ځای یرغلیز حالت ته شي.

وسلوالو طالبانو خپله اعلامیه کې ویلي، د ګردېز نننی برید یې د اشرف غني د یرغلیزو بریدونو اعلانولو ته ځواب دی.

No comments:

Post a Comment

Post Top Ad

Your Ad Spot

???????