مهم خبرونه

Post Top Ad

Your Ad Spot

Wednesday, May 13, 2020

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کورونا وېروس اخته شوی


د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هغه رپوټونه تائید کړي چې نوموړی په کورونا وېروس اخته شوی دی. ښاغلي پښتین چارشنبه ماښام پر خپله فېسبوک پاڼه د دې خبرې پخلی وکړ.
نوموړي په خپله لنډه وینا کې ویلي چې له څو ورځو راهیسې یې ځان قرنطین کړی دی. ښاغلي پښتین خپلو پلویانو ته وویل چې په دې وېروس اخته کېدل کومه لویه خبره نه ده او ډېری کسان بېرته ترې رغېږي.
د منظور پښتین له پخلي وړاندې یو شمېر سرچینو بي بي سي ته ویلي وو چې د ښاغلي پښتین وضعیت ښه دی او کوم علایم نه لري، خو د کورونا وېروس د معاینې یا ټېسټ پایله یې مثبته راغلې ده.
پخپله منظور پښتین د غورځنګ پر غړو غږ وکړ چې باید له کورونا وېروس سره احتیاط وکړي، ماسکونه واغوندي او له یو بل واټن وساتي.
د خپلې روغتیا په اړه د خبرو ترڅنګ ښاغلي پښتین یو ځل بیا نیوکه وکړه چې، د ده په ټکو، د د وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې پښتانه وژل کېږي او وژونکي یې (نامالوم کسان) بلل کېږي.
نوموړي د غورځنګ وژل شوی غړی عارف وزیر هم یاد کړ او د پاکستان له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د هغه وژونکي ونیسي.
د غورځنګ غړې او د بشري حقونو فعالې ثنا اعجاز پر خپله ټوېټر پاڼه د دې خبر تائیدولو ترڅنګ له خلکو غوښتنه کړې چې د منظور پښتین لپاره دعا وکړي.
پرون سې شنبه د غورځنګ بل مهم مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر هم اعلان کړی و چې په کورونا ورېروس اخته شوی دی.
د علي وزیر روغتیایي وضعیت هم ښه بلل شوی دی او د اوس لپاره یې خان قرنطین کړی. نوموړي په یوه ویډیویي پیغام کې له خلکو غوښتي وو چې اندېښنه دې نه کوي او ده ته دې دعا وکړي.
یاده دې وي چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ رئیس اسد قیصر، له دیر نه د دې اسمبلۍ غړی محبوب شاه او د قامي اسمبلۍ یو شمېر نور غړي هم په کورونا وېروس اخته شوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو بل مشر او د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ بي بي سی ته منلې چې د پاکستان د سنا مجلس او قامي اسمبلۍ د ګڼو غړو په اړه ګنګوسې دي چې په کورونا وېروس اخته دي، خو کره شمېر یې نه دی مالوم او رسماً نه دي تائید شوي.

No comments:

Post a Comment

Post Top Ad

Your Ad Spot

???????